کرزي په افغانستان کې د پاکستان عسکري عملیات وغندل

217514
کرزي په افغانستان کې د پاکستان عسکري عملیات وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لخوا د افغانستان په خاوره کې هر ډول نظامي عملیات د افغانستان په ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ښکاره تیری وبولو.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر لخوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار احمد چودري د فارس د خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې د ناټو او افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ کې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات پيل کړي دي.
د افغانستان ملت د پاکستان دا اقدام او د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې د اندیښنې سره تعقیبوي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان لخوا هر ډول نظامي عملیات د هیواد په ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ښکاره تیری دی.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان ملت په هیواد کې د پاکستان د مداخلاتو ډیر رنځیدلی دی او پدې برخه کې ډیرې زیاتې قربانۍ ورکړي دي.
د افغانستان په چارو د بهرنیو هیوادونو مداخله په ښکاره توګه د هیواد ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته سپکاوی دی او د افغانانو لپاره د منلو وړ ندی.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان میړانه ملت تل بهرنیو تیري کوونکو ته چې زموږ په ملي حاکمیت يي تیری کړی دی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی .
پخواني ولسمشر حامد کرزي په خبرپاڼه کې ویلي دي چې زه د افغانستان د یو تن وګړي او بچي په توګه به د مسلې اړوند د خپل ملت سره ټول حقایق شریک کړم.


پيوندونه:

اړوند خبرونه