پوتين: امريكا او متفقين يې ځانونه د سړې جګړې فاتحين بولي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوكراين د كړكېچ په اړه وويل چې `` امريكا او متفقين يې ځانونه د سړې جګړې فاتحين بولي غواړي چې د اوكراين له لارې خپل سياستونه پر روسيې وتپي.``

214816
پوتين: امريكا او متفقين يې ځانونه د سړې جګړې فاتحين بولي.

پوتين يوې غونډې ته د وينا پرمهال وويل چې `` د اوكراين كړكېچ د روسيې لخوا نه دى رامنځته شوى. دا كړكېچ د امريكا او د هغې د متفقينو لخوا د تپل شوو سياستونو يوه ښه بېلګه ده.``
د روسيې د ريانووستي د خبري اژانس د خبر له مخې ولاديمير پوتين وويل چې د ناټو سازمان كه څه هم وعده كړې وه چې د اروپا ختيځ لورې ته به پراختيا نه كوي خو د ناټو چارواكي پخپلې وعدې وفا نه كوي.
د پوتين په وينا د ناټو سياستونه د روسيې د ملي ګټو سره په ټكر كې دي. ناټو هڅه كوي چې په اروپا كې د پخواني شوروي اتحاد غړي هېوادونه له روسيې نه جلا كړي. دا هېوادونه د ناټو لخوا دې ته اړ ويستل كيږي چې د روسيې او لوديځ ترمېنځ يو انتخاب وكړي. د پوتين په اند ددې ټولو ناوړه اقداماتو په پايله كې د اوكراين كړكېچ پيل شو. ``د امريكا او اروپايي ټولنې په ملاتړ په اوكراين كې حكومت له منځه لاړ او بې ثباتي پيل شوه. ``


پيوندونه:

اړوند خبرونه