یوې میاشتې په دننه کې ۲۴ زره افغان کډوال د پاکستان نه شړل شوي دي

213811
یوې میاشتې په دننه کې ۲۴ زره افغان کډوال د پاکستان نه شړل شوي دي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي دي چې  پاکستان د تیرې یوې میاشتې په دننه کې څه باندې ۲۴ زره تنه افغان کډوال  نیولي او د هیواد نه شړلي دي.

د کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور له مخې  ډیری کډوال د پاکستان  د پولیس  د وهلو ټکولو او ځورولو په پایله کې  خپل هیواد ته ستنیدو ته  اړ شوي دي.

د IOM د کډوالو نړۍوال سازمان چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو او دوې سره  د مرستې مسولیت په غاړه لري  ویلي دي چې د پاکستان دولت  پرته  ددې چې ددوی سره  اړیکې ونیسې  او یا خبر ورکړي په زرګونو تنه  افغان کډوال د تورخم  له لارې افغانستان ته اړولي دي. 

د کډوالو د نړۍوال سازمان یو تن چارواکي ویلي دي چې  پاکستان د تیرې یوې میاشتې په دننه کې څه باندې ۲۴ زره تنه افغان کډوال یواځې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.

همداشان  د پاکستان راډیو د خبر له مخې  نن  په پیښور کې  ۶۶ تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد يي نه درلود  د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

پاکستان هله  د افغان کډوالو نیولو او د هیواد نه  د شړولو لړۍ ګړندۍ کړه چې  تیره میاشت په پیښور کې په یو عسکري ښوونځي  برید وشو.

پاکستاني چارواکي وايي چې په ښوونځي د برید پلان د هیواد نه بهر طرحه شوی وو. 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه