قندهار ته د علومي د سفر پر مهال دوه ځانمرګي بریدونه وشو

213481
قندهار ته د علومي د سفر پر مهال  دوه ځانمرګي بریدونه وشو

د افغانستان د کورنیو چارو نوي وزیر نورالحق علومي خپل لومړنی کورنی سفر د قندهار ولایت ته وکړ. د بله پلوه قندهار ته د علومي د سفر سره سم د پولیسو په یوې پوستې غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول.
د قندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړنی ځانمرګی برید د برښنا کوټ پل په سیمه کې د پولیسو په نهمې حوزه کې ترسره شوی دی چې له امله يي یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړ. نوموړي وویل چې د چاودنه نه وروسته نښته هم شوې ده .
نوموړي زیاته کړه ځانمرګي برید کوونکي چې د پولیسو مرکز ته د ننوتو هڅه کوله د پولیس لخوا تثبیت شو چې د همدې امله نښته پیل شوه.
د نوموړي په وینا دویم ځانمرګی برید د قاضي غلام دانايي په سیمه کې د پولیسو د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شو.
ځانمرګي برید کوونکي چې په پولیسو د برید هوډ درلود خپل هدف ته د رسیدو نه مښکې د پولیسو لخوا وپيژندل شو او له خپو وغورل شو. د پولیسو او ځانمرګي ترمنځه په نښته کې د ځانمرګي پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچاودیدل چې له امله يي درې تنه پولیس ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې دا ځانمرګي بریدونه پداسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان د کورنیو چارو نوي وزیر نورالحق علومي د قندهار نه لیدنه وکړه او د طالبانو پر خلاف يي د یو لا قوي ګام د پورته کولو ژمنه وکړه.
همداشان نورالحق علومي ژمنه وکړه چې د هیواد په سویل کې د استقرار د ټینګښت په خاطر به جدي ګامونه پورته کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه