د افغانستان ملي امنیت په کابل کې دوه تنه ځانمرګي ونیول

211357
د افغانستان ملي امنیت په کابل کې دوه تنه ځانمرګي ونیول

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په کابل کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي د وسلو او چاودیدونکو توکو سره یو ځای ونیول .
د ملي امنیت د ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یاد شوي ریاست منسوبینو د ترلاسه کړي راپور نه وروسته په کابل کې د یوې لویې فاجعې مخنیوی وکړ.
ملي امنیت ویلي دي چې د ځانمرګیو بریدونو د چارو دوه تنه تنظیموونکي چې پخپله يي هم د بریدونو هوډ درلود خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه وړاندې په کابل کې ونیول شول.
په خبرپانه کې راغلي دي چې نیول شوي دوه تنه ترهګر د پاکستان د پیښور ښار د شمشتو د کمپ اوسیدونکي دي . یاد شوي برید کوونکي د کابل د ۱۷ ناحیې په مربوطاتو کې د چاویدونکو توکو نه د بار موټرسایکل او یو اندازه وسلو سره نیول شوي دي .
نیول شوو ترهګرو په لومړنیو څیړونو کې په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي دي چې د ځانمرګیو بریدونو، د ځانمرګي واسکټونو او بمونو د جوړولو زده کړې د ډیورن د کرښې هغه خوا کړي دي.
نوموړي ویلي دي چې د مولوي روح الله په نامه د طالبانو د یو تن قومندان په لارښونې د یو اندازه چاودیدونکو توکو او وسلو سره د ځانمرګیو بریدونو په خاطر کابل ته راستول شوي دي .
نیول شوو برید کوونکو ویلي دي چې د کابل په ۹ ناحیه د څرخي پله په سیمه کې د بریدونو پلان درلود چې د برید نه د مخه ونیول شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه