په کابل کې په امریکايي قراردادیانو خونړیز برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې په هوايي ډګر کې په امریکايي قراردادیانو خونړیز برید وشو.
د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې یو تن برید کوونکي د پنجشنې د ماسخوتن په ساعتونو کې په هوايي ډګر کې په امریکايي قراردادیانو برید وکړ چې له امله يي درې تنه امریکايي قراردادیان او یو تن هم افغان وګړي ژوند د لاسه ورکړ.
د برید جزیات لا ناڅرګند دي. د امریکا د دفاع وزارت فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې په برید کې وژل شوو قراردادیانو د پنټاګون لپاره کار کولو . نوموړو د افغانستان د هوايي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کوله.
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې برید کوونکي د افغان ځواکونو د یونیفورم نه په استفادې سره په امریکايي ځواکونو برید کوي.
د کابل په هوايي ډګر کې په امریکايي قراردادیانو پداسې حال کې برید کیږي چې هوايي ډګر د کلک امنیتي تدابیر لاندې قرار لري.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې برید د احسان الله په نامه ددوی د یو تن ملګري لخوا شوی دی . همداشان مجاهد په برید کې د درې تنو امریکایانو د وژل کیدو او ۴ تنو نورو د سخت ټپي کیدو ادعا کړې ده .