د کابل په ۱۵ ناحیه کې چاودنه وشوه
196519
نن د سهار په ساعتونو کې د کابل په ۱۵ ناحیه کې چاودنه وشوه . د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست جنرال ایوب سالنګی په وینا نن د سهار په ساعتونو کې د کابل په ۱۵ ناحیه کې په یو موټر کې چاودنه وشوه . نوموړي وویل چې بم په موټر کې د مخه ځای په خای شوی وو چې د چاودنې له امله يي د یو تن پولیس په ګډون درې تنه ټپیان کړل.
د سالنګي په وینا بم د میوې نه په یو موټر کې ځای په ځای شوی وو.
پیښه د کابل په ۱۵ ناحیه کې د قصبې په سیمه کې رامنځته شوې ده . د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.