افغانستان ولسمشر د پیغمبر ص د کاریکاتور خپورل په کلکه توګه وغندل

187272
افغانستان ولسمشر د پیغمبر ص د کاریکاتور خپورل په کلکه توګه وغندل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شارلي هیبدو مجلې لخوا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د کاریکاتور خپرول په کلکو ټکو وغندل.
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شارلي هیبدو مجلې د مسولینو لخوا یو وار بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص ) د کاریکاتور خپرول په کلکو ټکو غندلي او دا اقدام يي د اسلام مقدس دین او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته لوی سپکاوی بللی دی .
ولسمشر غني د افغانستان د ملت په استازیتوب د شارلي هیبدو مجلې دا ناوړه او توهیدونکی عمل په کلکه توګه غندي او دیني مقدساتو ته سپکاوی یو غیرې مسوولانه عمل بولي.
د افغانستان ولسمشر ټینګار کړی چې د وینا ازادي باید د ادیانو ترمنځ د لا زیات تفاهم او سوله ییزه فضا کې د ژوند کولو د جوړښتي بڼې سره سم وکارل شي.
د یادولو وړ ده چې د شارلي هیبدو مجلې د تیرې چار شنبې په ورځ یو وار بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص ) یو بل کاریکاتور د خپرولو سره د ټولې اسلامي نړۍ قهر او غصه پارولې ده . تیره ورځ د جمعې د لمانځه نه وروسته د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د شارلي هیبدو د مجلې د نوموړي ناوړه او ضد بشري او اخلاقي عمل د غندولو په خاطر پراخه مظاهرې وشوې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه