د کابل په زړه کې چاودنه وشوه

162780
د کابل په زړه کې چاودنه وشوه

نن سهار د کابل په زړه کې د ابن سینا روغتون تر څیرمه چاودنه وشوه.
د کابل د پولیسو وینا چاودنه نن د سهار په شاوخوا ۹ بجو د وردک ولایت د علماو د شورا د غړیو په موټر وشوه. د معلوماتو له مخې په چاودنه کې د علماو د شورا درې تنه غړي ټپیان شوي دي.
چاودنه د پولیسو په موټر کې د مقناطیسي بم د له امله رامنځته شوې ده .
د معلوماتو له مخې د علماوو د شورا درې تنه غړیو د پولیسو په موټر کې شتون درلود چې چاودنه رامنځته شوه.
ټپیان سمدلاسه روغتون ته واستول شول او د پیښې په اړه څیړنې پيل شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې د وردک ولایت د علماوو د شورا مشر عزیزالرحمان صدیقي، د هغه زوی او یو بل تنه د شورا غړی ټپیان شوي دي.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی . د طالبانو ویاند خبري رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې نن سهار يي د کابل د سینما پامیر په سیمه کې د پولیسو په رینجر برید کړی دی .طالبانو په برید کې پولیسو ته د دروند ځاني زیان د اړولو ادعا کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه