پوتين: داعش غواړي چې د افغانستان يوه برخه ونيسي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون په كرملين كې د افغانستان د راتلونكې او ثبات په اړه اندېښنه وښودله.

157956
پوتين: داعش غواړي چې د افغانستان يوه برخه ونيسي

پوتين څرګنده كړه چې د استخباراتي سرچينو د معلوماتو په اساس داعش هڅه كوي چې د افغانستان د خاورې يوه برخه ونيسي او پكې خپل نفوذ زيات كړي.
پوتين پداسې حال كې څرګندونې كوي چې تر اوسه پورې په افغانستان كې هېڅ يوې مخالفې ډلې هم د داعش سره د يو ځاى كېدو په اړه څه نه دي ويلي. ددې سره سره رپوټونه ښايي چې په هېواد كې په ځانګړي توګه د ځوانانو ترمېنځ د داعش پلويان د زياتېدو په حال كې دي.
د بله پلوه د تحريك طالبان پاكستان يوې څانګه شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د داعش سره خپل بيعت اعلان كړ. ددې څانګې مشر پخپل يو پيغام كې څرګنده كړه چې تر دې وروسته به دوى د ابوبكر البغدادي د هداياتو سره سم په سيمه كې فعاليت وكړي.
د پاكستاني رسنيو د معلوماتو په اساس د داعش يو پلاوي پاكستان ته سفر كړى دى چې په ترڅ كې يې د پاكستاني طالبانو د ځينو مشرانو سره ليدنې كړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه