امريكا: ملا محمد عمر به و نه وژنو.

د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكي څرګندوي چې د ۲۰۱۴ كال په پاى كې په افغانستان كې د نظامي ماموريت پاى ته رسېدلو نه وروسته به د ملا محمد عمر په ګډون د نورو طالب مشرانو د په نښه كولو هوډ نه لري

155674
امريكا: ملا محمد عمر به و نه وژنو.

د پېنټاګون وياند جان كېړبي پدې اړه وويل چې تر هغه پورې چې طالبانو د امريكا لپاره مستقيم ګواښ نه وي رامنځته كړى امريكا به طالب مشران په نښه نه كړي. نوموړي زياته كړه چې دا پدې معنى نه ده چې امريكا د طالبانو په نامه هر څوك په نښه كړي.
د پېنټاګون وياند د خپلو څرګندونو په ترڅ كې طالبان په دوو برخو وويشل چې لومړى يې جګړه ايز ځواكونه او دويمې يې د جګړې نه لاس اخيستى دى. د طالبانو د جګړه اييزو ځواكونو پر وړاندې به مبارزې ته دوام وركړل شي.
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما امر كړى دى چې هغه طالب اورپكي چې د افغان امنيتي ځواكونو پر وړاندې جګړه كوي د امريكا لخوا په نښه شي.
د امريكايي مقاماتو لخوا دا څرګندونې پداسې حال كې ترسره كيږي چې په افغانستان كې امنيتي چارې د بل هر وخت په پرتله ترينګلي شوي دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه