د كابل په دهمزنګ كې درنده چاودنه
د كابل د دهمزنګ په سيمه كې د پل هارتل پر سر ځانمرګى بريد شوى دى.
147208
د لومړيو راپورونو له مخې په سيمه د ملي اوردو د موټرو كاروان روان وو.
د روغتيايي سرچينو په اساس تر اوسه پورې ۱۴ تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو سمدستي د بريد پړه پر غاړه واخيستله.
د پېښې په اړه جزييات به وروسته خپاره شي.