ملي امنيت د استقلال د لېسې د ځانمرګي بريد مسوول اعلان كړ.

ملي امنيت پدې شبكې تور ولګولو چې بريد يې د ۱۵كلن ماشوم په واسطه ترسره كړى دى.

146439
ملي امنيت د استقلال د لېسې د ځانمرګي بريد مسوول اعلان كړ.


د افغانستان د ملي امنيت د ادارې د خبري سرچينو د خبر له مخې پرون ماښام د استقلال د لېسې په تالار كې د ځانمرګي بريد پړه د حقاني پر ډلې واچول شوه. ملي امنيت پدې شبكې تور ولګولو چې بريد يې د ۱۵كلن ماشوم په واسطه ترسره كړى دى.
ددې ادارې وياند حسيب صديقي خبريالانو ته وويل چې د حقاني شبكې يو تن ۱۵ كلن ماشوم چې چاودېدونكي مواد ور پورې تړل شوي وو د ښوونځي په يونيفورم كې د لېسې تالار ته لېږلى وو.
په پرون بريد كې د ځانمرګي سربېره د جرمني د هېواد يو تن هېودوال وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي وو.
د پېښې پړه طالبانو پر غاړه واخيستله.
دا بريد يو كورنيو او نړيوالو چارواكو لخوا وغندل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه