د استقلال د لېسې په تالار د ځانمرګي بريد تلفات

د عينې شاهدانو په وينا په تالار كې چاودنې نه وروسته زده كوونكي شاوخوا خواره شول.

145231
د استقلال د لېسې په تالار د ځانمرګي بريد تلفات

د كابل ولايت په مركز د استقلال د عالي په لېسه كې چې په عين حال كې د فرانسې كلتوري مركز هم پكې موقعيت لري ځانمرګى بريد وشو. په بريد كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه يو تن مړ او ۱۳ تنه ټپيان شوي دي. چاودنه پداسې حال كې وشوه چې په تالار كې د تياتر يوه پارچه نندارې ته وړاندې شوې وه.
د كورنيو چارو وزارت سرپرست د خپل ټويټر له حسابه د بريد په اړه ليكلي دي چې بريد كوونكى ۱۷ كلن وو او د افغانستان تابعيت يې نه درلود. د درې تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د عينې شاهدانو په وينا په تالار كې چاودنې نه وروسته زده كوونكي شاوخوا خواره شول.
د استقلال لېسه او د فرانسې كلتوري مركز چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ ارګ تر شا موقعيت لري د بهرنيو چارو د وزارت او سرينا د هوټل ته څېرمه پرته ده.
دا پداسې حال كې ده چې سهار وختي هم د تره خېلو په سيمه كې د يو ځانمرګي بريد په پايله كې د ملي اوردو ۷ تنه سرتيري ووژل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه