د افغانستان لپاره د امريكا نوى سفير

د امريكا متحدو ايالتونو د افغانستان لپاره خپل سفير وټاكلو.

143090
د افغانستان لپاره د امريكا نوى سفير

د سپينې ماڼۍ د معلوماتو په اساس د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو د وزارت يو تن پخوانى ډيپلوماټ مايكل مك كينلي په كابل كې د امريكا د پخواني سفير جېمز كننګهم پر ځاى ټاكل شوى دى.
ويل كيږي چې د امريكا مشرانو جرګې هم د افغانستان لپاره د امريكا د نوي سفير دنده تاييد كړې ده. مك كينلي چې د اوږدو كلونو راهيسې د امريكا د بهرنيو چارو په وزارت كې كار كوي تر دې وړاندې يې د كولمبيا او پيرو په هېوادونو كې د امريكا د سفير په توګه دنده اجرا كړې ده. مايكل مك كينلي همداراز په كابل كې د امريكا د سفارت د مرستيال دنده ترسره كړې ده.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه