د کابل د امنيې نوى قوماندان وټاكل شوى.
وروسته له هغه چې د كابل د امنيې پخواني قوماندان جنرال ظاهر ظاهر استعفا وكړه د كورنيو چارو د وزارت لخوا جنرال عبدالرحمن رحيمي پدې پوست وګمارل شو.
209845
رحيمي تر دې وړاندې د بلخ د ولايت د امنيې د قوماندان په توګه دنده اجرا كوله.
د كابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي ويلي وو چې ښاغلي ظاهر خپله استفعا شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د كورنيو چارو وزارت ته وړاندې كړې وه.