په کابل کې د بهرنیانو په میلمستون ډله ییز برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې نن د مازیګر په ساعتونو کې د بهرنیانو په یو میلمستون ډله ییز برید وشو.
ویل کیږي لومړی یو تن ځانمرګي برید کوونکي د میلمستون په مښکې ځانمرګی برید وکړ او وروسته دوه تنه نور برید کوونکي میلمستون ته ننوتل .
د برید نه وروسته سیمه د کابل د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوه او برید کوونکو او پولیسو ترمنځه نښته پیل شوه. نښتې پوره ۵ ساعته دوام وکړ او دواړو برید کوونکو په وژلو سره پایته ورسیده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ځانمرګو برید کوونکو نن د مازیګر د ۴ بجو په شاوخوا کې د کابل د کارته سه په سیمه کې د بهرنیانو په یو میلمستون ډله برید وکړ چې د برید کوونکو په وژلو سره نښته پایته ورسیده. کورنیو چارو وزارت وویل چې پدې برید کې دوه تنه بهرنيان وژل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري رسنیو ته وویل چې ۴ تنو برید کوونکو چې په ځانمرګیو واسکټونو سمبال ول په میلمستون برید وکړ خو طالبانو بیا ویلي دي چې دا برید د دوو تنو لخوا شوی دی .
طالبانو د برید مسولیت په غاړه واخیسته او ویلي دي چې په برید کې د بهرنیانو سربیره افغان امنیتي ځواکونو ته هم ځاني زیانونه اړولي دي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو نن د هلمند په ولایت کې د کمپ باستون چې ددینه وړاندې د انګلستان د ځواکونو هډه او افغان ځواکونو ته يي وسپارله نن ډله ییز بریدونه کړي دي . همداشان طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د انګلستان د سفارت په موټر او د ماښام په ساعتونو کې په وزیر اکبر خان کې د امریکا تر حمایې لاندې په یوې پراختیايي موسسې برید وکړ.