په کابل کې د بهرنیانو په میلمستون برید وشو

209556
په کابل کې د بهرنیانو په میلمستون برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د بهرنیانو په یو میلمستون  برید وشو.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  برید  د کابل د کارته سې په سیمه کې د بهرنیانو په یو میلمستون  شوی دی .

په سیمه کې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو د بهرنیانو په میلمستون  برید وکړ. 

د بله پلوه طالبانو سمدلاسه د برید مسولیت په غاړه واخیست . د طالبانو ویاند خبري رسنیو ته په استولي برښنالیک کې ویلي دي چې دوی په کابل کې د بهرنیانو د جاسوسانو او مسیحیت د دین د خپرولو په یو مرکز برید کړی دی .
پداسې حال کې چې د افغانستان امنیتي چارواکیو د پیښې په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده د سیمې عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې لومړی یو تن ځانمرګي چاودنه وکړه او وروسته نور برید کوونکي میلمستون ته ننوتل.
د یادولو وړ ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د انګلستان د سفارت په موټر او د امریکا لپاره په کار کوونکې د یوې پراختیايي موسسې په دفتر برید وکړ.
په پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته جزیات به وروسته تاسې سره شریک کړو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه