په مزار شریف کې درنده چاودنه وشوه

208553
په مزار شریف کې درنده  چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې  د مزار شریف  ولایت په زړه کې درنده  چاودنه شوې ده.

د مزار شریف د امنیت امر عبدالرزاق قادري خبري رسنیو ته وویل چې  نن  د ماسپخین پر مهال  د مزار په منډوي کې  چاودنه وشوه چې له امله يي ۴ تنه ټپیان شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت يي باریکه  دی. 

نوموړي وویل چې چاودنه  د میوې نه ډک په یو موټر کې شوې ده . د یادولو وړ ده چې  نن  په همدې ساعتونو کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې هم په یو جومات کې  چاودنه وشوه چې له امله يي ۳۶ تنه ټپیان شول. همداشان تیره ورځ  په کابل کې دوه چاودنې وشوې چې له امله يي ۵ تنه مړه او ۳۴ تنه نور ټپيان شول.

پدې وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې امنیتي حالات  د پام وړ خراب شوي دي . طالبانو  خپلو بریدونو ته  زور ورته کړی دی .



پيوندونه:

اړوند خبرونه