تركي ډيپلوماټ د افغانستان لپاره د ناټو استازى وټاكل شو.
په كابل كې د تركيې لوى سفير اسماعيل آرمز د افغانستان لپاره د ناټو د د ملكي استازي په توګه وټاكل شو. ټاكل شوې ده چې ښاغلى آرامز په راتلونكې ميلادي كال كې پخپله دنده پيل وكړي.
اسماعيل آرامز شاوخوا ۱۰ كاله كيږي چې په افغانستان كې په بېلابېلو پوستونو كې دنده اجرا كوي. نوموړى د ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۷ كاله پورې په كابل كې د ناټو د ملكي استازي د مرستيالۍ دنده ترسره كړه. سربېره پر دې يې په ۲۰۰۳ كال كې په كابل كې د آيساف د ځواكونو د عمومي قوماندانۍ سياسي مشارو هم وو. اسماعيل آرمامز د تركيې د بهرنيو چارو په وزارت كې د ناټو د سازمان په برخه كې مهمې دندې اجرا كړي دي.
پدې اړه د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه كې راغلي دي چې د ناټو د ملكي استازي په توګه د آرامز ټاكل كېدل په هېواد كې د ناټو د سازمان په چوكاټ كې د تركيې مهم رول ته اشاره كوي. په اعلاميه كې دا هم راغلي دي چې تركيه به د ناټو په چوكاټ كې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړي. تر ۲۰۱۴ كاله وروسته به تركيه د كابل د هوايي ډګر د سمون چارې پر غاړه ولري.
ټاكل شوې ده چې اسماعيل آرامز به خپله دنده د ناټو د اوسني ملكي استازي موريتس جوچيمس نه ترلاسه كړه. ښاغلى جوچيمس د ۲۰۱۲ كال د آګست د مياشتې نه تر اوسه پورې د افغانستان لپاره د ناټو ملكي استازى دى.
د ناټو عملياتي دنده به د روان ميلادي كال تر پاى پورې پاى ته ورسيږي. دا سازمان به په افغانستان كې د امنيتي ځواكونو د روزنې او تجهيزاتو په برخه كې د افغان حكومت سره همكارۍ ته دوام وركړي.