مشرف: افغانستان به د پاكستان او هند د جګړې په ميدان بدل شي.

د پاكستان پخواني نظامي ولسمشر پروېز مشرف د فرانسې د خبري آژانس فرانس سره په مركه كې وويل چې داسې وېره شته دى چې له افغانستانه د ناټو د ځواكونو د وتلو نه وروسته هېواد د پاكستان او هندوستان ترمېنځ د غير مستقيمې جګړې په ميدان بدل شي.

194065
مشرف: افغانستان به د پاكستان او هند د جګړې په ميدان بدل شي.

مشرف وويل چې د پاكستان لپاره لوى خطر په افغانستان كې د هندوستان د هېواد مخ په زياتېدو نفوذ دى. مشرف زياتوي چې `` دا د سيمې او پاكستان لپاره لوى خطر دى. ځكه چې دوى ``هندوستان`` په افغانستان كې د پاكستان ضد كړيو سره اړيكې لري او غواړي چې پاكستان ضد افغانستان رامنځته كړي.``
مشرف زياته كړه چې `` كه چېرې هندوستان په افغانستان كې د توكمي عناصرو ته ملاتړ وكړي نو پاكستان به هم په سيمه كې د پښتنو نه په ملاتړ سره په افغانستان كې خپل نفوذ زيات كړي.
د مشرف په وينا پاكستان او هندوستان ترمېنځ د اړيكو د نورماليدو كونجي په افغانستان كې ده.
پروېز مشرف پداسې حال كې څرګندونې كوي چې د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د يو راپور له مخې څرګنده كړې وه چې پاكستان په افغانستان او هندوستان كې د غير مستقميې جګړې لپاره جنګيالي روزي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه