د امريكا او اسراييلو اړيكې د خرابېدو په حال كې دي.

پداسې حال كې چې اسراييلو د خپل يرغلګر سياست په چوكاټ كې د فلسطين په خاوره كې د يهوادنو لپاره د استوګنځايونو جوړولو ته دوام وركوي د امريكا د متحدو ايالتونو د چارواكو د غبرګون سره مخامخ كيږي.

177854

تېره اونۍ د اسراييلو د واشګنټن نه د اسراييلو د دفاع د وزير يالون د ليدنې پرمهال امريكايي مقاماتو د نوموړي سره د ليدنې نه ډډه كړې وه. سربېره پردې يو تن لوړ پوړي امريكايي چارواكي د اسراييلو لومړي وزير ته په خطاب كې د `` احمق او ډارن" خطاب كړى وو.
د امريكايي مقاماتو دې دواړو اقداماتو د اسراييلي مقاماتو غصه را وپاروله. د تل ابيب حكومت پرېكړه وكړه چې د امريكا سره هغه تړون وځنډوي چې له مخې يې د نوموړي هېواد نه د ۴۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت جنګي الوتكې اخيستلې.
اسراييلو د فلسطين پر وړاندې د ظالمانه سياستونو سره خپل تر ټولو نږدې ستراتيژيك ملګرى امريكا يې هم له لاسه وركړ. د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما، د ولسمشر مرستيال، د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاكارې تېره اونۍ د اسراييلو د دفاع د وزير موشه يالون سره د ليدنې نه ډډه وكړه. اسراييلو بيا د خپل لومړي وزير او دفاع د وزير پر وړاندې دا سپكاوى هضم نكړاى شو د هغه تړون د فسخه كولو پرېكړه چې له مخې يې اسراييل د ۲۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د امريكا نه وي – ۲۲ ډوله اوسپري الوتكې اخيستلې.

پيوندونه:

اړوند خبرونه