روسيې افغانستان ته ۶۳ نوې چورلكې تسليم كړې.

د روسيې د هېواد د وسلو د صارداتو دولتي شركت روسوبورون ايسكپورټ د روان ميلادي كال د اكتوبر په ۲۹تمه نېټه د يو قرارداد له مخې د افغانستان هوايي ځواكونو ته ۶۳ Mi-17V-5 ډوله چورلكې وركړې.

177306
روسيې افغانستان ته ۶۳ نوې چورلكې تسليم كړې.

 


د روسيې د نظامي او تخنيكي همكاريو ملي شركت اعلان وكړ چې دا چورلكې يې د هغه قرار داد له مخې تسليم كړي دي چې د امريكا د متحدو ايالتونو سره يې لاسليك كړى وو.
د امريكا د دفاع د وزارت او د روسيې د وسلې جوړولو د شركت ترمېنځ د يو تړون له مخې افغان هوايي ځواكونو ته د چورلكو د جوړولو او تخنيكي مرستې په برخه وروستۍ چارې پاى ته ورسېدلې.
ويل كيږي چې دا چورلكې به د افغان هوايي ځواكونو د نظامي عملياتو په قابليت باندې مثبته اغېزه وكړي.
دا پداسې حال كې ده چې د افغانستان د دفاع د وزارت چارواكي وايي چې د امريكا د متحدو ايالتونو سره د يو قرار داد له مخې به د ۲۰۱۶ كال تر پايه پورې ۱۲ چورلكې نورې هم افغان هوايي ځواكونو ته وسپارل شي.
د Mi-17V-5 ډوله چورلكې چې اصلي دنده يې ترانسپورټ دى كولاى شي چې د يوې ماشين ګڼې په نصبولو سره له هوا نه د دښمن مورچلونه وولي.
تمه كيږي چې متحده ايالتونه به افغانستان ته اې- ۲۹ ډوله جنګي جټ الوتكې هم وركړي. دا الوتكې د ښوونيزو چارو سربېره د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د هوايي بريدونو وړتيا هم لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه