په لوګر كې چاودنې امنيتي ځواكونو ته مرګژوبله اړولې ده.

د لوګر ولايت د ازرې په ولسوالۍ كې نن د غرمې وروسته د وسله والو لخوا د سيمه ايزو پوليسو پر يوې پوستې باندې د بريد په پايله كې نهه تنه وژل شوي دي

177185
په لوګر كې چاودنې امنيتي ځواكونو ته مرګژوبله اړولې ده.

د لوګر ولايت د ازرې په ولسوالۍ كې نن د غرمې وروسته د وسله والو لخوا د سيمه ايزو پوليسو پر يوې پوستې باندې د بريد په پايله كې نهه تنه وژل شوي دي چې شپږ تنه يې سيمه ايز پوليس او درې تنه يې د ملي اوردو سرتيري دي.
ويل كيږي چې په بريد كې شاوخوا شل تنه ملكي وګړي هم ټپيان شوي دي چې يو شمېر يې ماشومان دي.
دا بريد د چاودېدونكو موادو بار د يو موټر په واسطه ترسره شوى دى.
تر اوسه پورې د پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.
تېره مياشت هم ددې همدې ولايت د څرخ پر ولسوالۍ باندې ډله ايز بريد وشو چې پكې لسګونو كسانو ته مرګژوبله واوښتله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه