د كابلبانك د غلا دوه تنه شكمن تښتېدلي دي.

157124
د كابلبانك د غلا دوه تنه شكمن تښتېدلي دي.

وروسته له هغه چې د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د كابل بانك نه د پېسو د غلا د دوسيې د بيا څېړنې په موخه يو فرمان صادر كړ پدې قضيه كې په ښكېلو كسانو باندې وېره ولګېدله.
پدې لړ كې د ملي بانك ريس محمد الله صافى او د نوي كابل بانك ريس مسعود موسى غازي چې دواړه د محكمې لخوا په غلا تورن شوي دي له كاره رخصتي اخيستې او بهر ته يې پښې سپكې كړي دي.
لويه څارنوالۍ وايي چې نوموړي كسان تښتېدلي دي.
د بله پلوه د كابل پوليس وايي چې د كابلبانك د غلا په دوسيه كې ۱۸ تنه شكمن كسان شته دى چې ۷ تنه يې نيول شوي او يو بهرني سفارت لخوا يې د دوو تنو ضمانت شوى دى. پاتې شكمن كسان بيا له هېواده بهر دي.
د بله پلوه د كابل د امنيې د قواماندانۍ د جنايي جرمونو آمر وايي چې د ملي بانك او د نوي كابل بانك دواړه ريسان د ماليې د وزارت په اجازه په يو بهرني سفر تللي دي.
د كابل بانك د غلا د دوسيې د څېړنې په موخه ولسمشر اشرف غني احمدزي د يو فرمان له مخې لويې څارنوالۍ ته امر كړى وو چې په دوسيه كې ښكېل كسان دې تر ۱۵ ورځو پورې معلوم او ونيسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه