کابل کې په بهرنیو ځواکونو ځانمرګي برید ۱ تن مړ او ۳ تنه ټپیان کړ
154521
د افغانتسان په پلازمینه کابل کې د بهرنیو ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو.
نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د قابل بای په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو چې له امله يي یو تن مړ او درې تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنګي وویل چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د کابل په ختیځ کې د قابل بای په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کتار د موټر په مټ ځانمرګی برید وکړ چې له امله يي یو تن مړ او ۳ تنه ټپیان شول.
ویل کیږي برید د سهار په ۷ بجو د کرولا ډول موټر په مټ شوی دی .