په هلمند کې ځانمرګي برید ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

150613
په هلمند کې ځانمرګي برید ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان د هلمند په ولایت کې ځانمرګی برید وشو.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د هلمند ولایت د لشکرګاه په سیمه کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۵ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
د سیمې نه په ترلاسه شوو لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي دي چې یوه ډیره زوروره چاودنه وشوه چې له امله يی ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې د برید موخه د لشکرګاه د والسوالۍ د امنیې پخوانی قومندان وو. عمر ځواک وویل چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه بار خپل موټر د لشکرګاه د والسوالۍ د امنیې د پخواني قومندان د کور په مښکې وچولو چې له امله يي ۵ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.
د امنیې پخوانی قومندان هم په پیښه کې ټپي شوی دی .
ویل کیږي د پیښې قربانیان ډیری ملکي وګړي دي .
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه