په کابل کې په غبرګو چاودنو کې۷ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شول
طالبانو نن سهار په پلازمینه کابل کې د ملي اردو په افسرانو دوه جلا جلا ځانمرګي بریدونه وکړل. لومړنی برید د کابل د کارته چار په سیمه د ملي اردو د افسرانو د لیږد په بس موټر وشو او دویم برید د ده سبز په سیمه کې د ملي اردو د افسرانو د لیږد په موټر وشو.
په دواړو بریدونو کې ۷ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي چې دیری د ملي اردو افسران دي.
د بریدونو مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تویټر د لارې په کړو څرګندونو کې د بریدونو د مسولیت د منلوسره ویلي دي چې د خیبر د عملیاتو په لړ کې نن سهار د ملي اردو په افسرانو دوه جلا جلا بریدونه کړي دي.
مجاهد په نوموړو دوو بریدونو کې ملي اردو ته د پراخه ځاني زیان د اړولو ادعا کړې ده.
د طالبانو ویاند ویلي دي چې دا بریدونه يي د کابل واشنګټن د امنیتي تړون د لاسلیکولو پر وړاندې په غبرګون کې ترسره کړي دي.