په کابل کې  دوو ځانمرګیو بریدونو کې ۸ تنه مړه او۲۱ تنه ټپیان شول

طالبانو نن سهار په پلازمینه کابل کې د ملي اردو په افسرانو دوه جلا جلا ځانمرګي بریدونه وکړل.

145511
په کابل کې  دوو ځانمرګیو بریدونو کې ۸ تنه مړه او۲۱ تنه ټپیان شول

طالبانو نن سهار په پلازمینه کابل کې د ملي اردو په افسرانو دوه جلا جلا ځانمرګي بریدونه وکړل.

لومړنی برید د کابل د کارته چار په سیمه د ملي اردو د افسرانو د لیږد په بس موټر وشو او دویم برید د ده سبز په سیمه کې د ملي اردو د افسرانو د لیږد په موټر وشو.
په دواړو بریدونو کې د ملي اردو د ۷ تنو افسرانو په ګډون ۸ تنه مړه او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې لومړنی برید د افغانستان په ځايي وخت د سهار په ۶ بجو او ۲۰ دقیقو د کابل د کارته چار په سیمه کې د ملي اردو د افسرانو د لیږد په بس وشو. ویل کیږي یو تن ځانمرګی برید کوونکي د ملي اردو د افسرانو د لیږد په بس برید وکړ چې له امله يي یو تن ملکي وګړي او ۷ تنو د ملي اردو افسرانو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دویمه چاودنه د افغانستان په ځایي وخت د سهار په ۶ بجو او ۲۵ دقیقو د ده سبز ولسوالۍ د تره خیل په تنګي کې د اردو د افسرانو د لیږد په موټر ترسره شو. د یادولو وړ ده چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د کرولا ډوله موټر سره د ملي اردو د افسرانو د لیږد په کاسټر ډوله موټر برید وکړ چې له امله يي د ملي اردو ۶ تنه افسران ټپیان شول.
د بریدونو مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تویټر د لارې په کړو څرګندونو کې د بریدونو د مسولیت د منلوسره ویلي دي چې د خیبر د عملیاتو په لړ کې نن سهار د ملي اردو په افسرانو دوه جلا جلا بریدونه کړي دي.
مجاهد په نوموړو دوو بریدونو کې ملي اردو ته د پراخه ځاني زیان د اړولو ادعا کړې ده.
د طالبانو ویاند ویلي دي چې دا بریدونه يي د کابل واشنګټن د امنیتي تړون د لاسلیکولو پر وړاندې په غبرګون کې ترسره کړي دي.
دا بریدونه د کابل او واشنګټن او کابل ناټو ترمنځه د لاسلیک شوو امنیتي تړونونو د لاسلیکولو نه یواځې یوه ورځ وروسته ترسره شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه