کرزی : ویاړم چې په خپلو پښو ولاړ هیواد نوي ولسمشر ته سپارم

142821
کرزی : ویاړم چې په خپلو پښو ولاړ هیواد نوي ولسمشر ته سپارم

ولسمشر حامد کرزي وویل چې نن د الله پاک ډیر شکر ادا کوم چې په سوله ییزه توګه واک د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته سپارم. ولسمشر کرزي وویل چې نن زه یو ځل بیا په یو داسې هیجان کې قرار لرم لکه څرنګه چې ۱۳ کاله دمخه  د موقت حکومت د مشرۍ په غاړه اخیستو کې مو درلود.
ولسمشر کرزي وویل ۱۳ کاله وړاندې کله چې ما د هیواد په مشري په غاړه واخیسته د ډیر ستونزو سره مخامخ ول خو دا ستونزې ستاسې په ملاتړ اوارې شوې .
ولسمشر کرزي وویل چې نن ورځ هیواد هغه پخوانی هیواد ندی لکه څرنګه چې ما تسلیم اخیستی وو. نن ورځ هیواد یو زیات شمیر تعلیم یافته ځوانان لري چې ددې هیواد ستنې دي. نن ورځ زه ډیر خوښ یم چې د افغانستان نوي ولسمشر ته یو جوړ او په خپلو خپو ولاړ هیواد سپارم .
ولسمشر کرزي یوځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل که چیرې ۱۳ کاله وړاندې د ننۍ تجربه ما لرلې شاید چې هیواد ډیر پرمختګ کړی وی.
ولسمشر کرزي یو ځل بیا په هیواد کې په سولې ټینګار وکړ او وویل چې سوله د هر څه اصل دی. که چیرې سوله نوي پرمختګ نه کیږي .
ولسمشر کرزي د افغانستان په خلکو غږ وکړ چې د هیواد د نوې ادارې سره لازمه مرسته وکړي تر څو هیواد لا پرمختګ وکړي.
ولسمشر کرزي یو ځل بیا د ټولو مرستندویه هیوادونو نه مننه وکړه .
ولسمشر کرزي وویل زه پوره باور لرم چې افغانستان په سمه لار روان دی . انشاالله سوله چې د ټولو یواځنۍ هیله ده دې هدف ته به ورسیږړو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه