د زرمت په ډله ییز برید کې د پولیسو په ګډون لس تنه وژل شوي

142813
د زرمت په ډله ییز برید کې د پولیسو په ګډون لس تنه وژل شوي

طالبانو نن سهار وختي  د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د ودانۍ سربیره د پولیسو په مرکزونو ډله ییز بریدونه ترسره کړل.

د زرمت ولسوال  خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړی  یو تن ځانمرګي برید کوونکي  د ولسوالۍ په نظام قرول  کې د موټر په مټ  چاودنه وکړه تر څو  نورو برید کوونکو ته  ولسوالۍ ته  د ننوتو  لاره اواره کړي.

ویل کیږي  د درې نه تر څلورو تنو پورې برید کوونکو د ولسوالۍ په ودانۍ  په برید کې ګډون کړی وو. 

د سیمې نه په ترلاشه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې  د بریدونو نه وروسته  نښته پیل شوه  .

په چاودنو او نښتو کې  د پولیسو په ګډون لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه