د افغانستان نوِي ولسمشر اشرف غني احمد زي لوړه وکړه

142825
د افغانستان نوِي ولسمشر اشرف غني احمد زي لوړه وکړه

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمد زي  لوړه وکړه . نوي ولسمشر د افغانستان د قاضي القضات  پر وړاندې  لوړه وکړه .

همداشان ولسمشر  د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدي دواړو مرستیالانو  عبدالرشید دوستم او سرور دانش  د اشرف غني احمدزي پر وړاندې لوړه وکړه .

همداشان  ددینه وروسته  وروسته  د ولسمشر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځه تړون لاسلیک شو چې له  مخې  عبدالله عبدالله د اجراییوي ریس  په توګه او احمد خان او محمد محقق  د عبدالله عبدالله د لومړي او دویم  مرستیالانو په توګه وټاکل شو.

همداشان احمد ضیا  مسعود  د اصلاحاتو او حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. د یادولو وړ ده چې  د افغانستان د اجراییوي شورا ریس  ، مرستیالانو يي او احمد ضیا مسعود هم  د اشرف غني احمد زي  پر وړاندې  لوړه وکړه . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه