د افغانستان لپاره تاريخي ورځ

143205
د افغانستان لپاره تاريخي ورځ


د افغانستان په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره په سوله ايز ډول سياسي قدرت انتقال شو.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد كرزي نوي ټاكل شوي ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ته په سوله ايز ډول سياسي قدرت انتقال كړ.
د لوړې په مراسمو كې چې د يو شمېر بهرنيو لوړپوړو چارواكو په ګډون پكې شاوخوا ۱۴۰۰ تنو برخه اخيستې وه اشرف غني احمدزي د سوګند په يادولو سره د افغانستان منتخب ولسمشر شو.
ښاغلى عبدالله عبدالله بيا د اجرايوي پوست د ريس، احمد خان او محمد محقق يې د معاونينو په توګه وټاكل شول.
ولسمشر حامد كرزي د خپلې وينا په ترڅ كې څرګنده كړه چې د اساسي قانون په رڼا كې به قدرت نوي ولسمشر ته وسپاري. حامد كرزي په نوې دوره كې خلكو ته اطمينان وركړ چې په هېواد كې به ثبات ټينګ شي.
اشرف غني احمدزي د خپلې هر اړخيزې وينا په ترڅ كې د افغانستان د راتلونكې په اړه هيله څرګنده كړه چې هېواد يې په نړۍ كې سيال شي. اشرف غني احمدزي په هېواد كې د فساد سره د كلكې مبارزې، د طالبانو او حزب اسلامي سره د خبرو اترو، كاري وړتيا او موثريت په اړه ټينګار وكړي. نوموړي همداراز د دوستو هېوادونو د مرستې نه په مننې سره د افغانستان نه د نوموړو د لا زيات ملاتړ غوښتنه هم وكړله.
په افغانستان كې د ولسمشرۍ د ټاكنو د اوږد پړاو سره سره دا دى نوى ولسمشر وټاكل شو. سياسي شنونكي دا د افغانستان د راتلونكې په برخه كې لوى برياليتوب بولي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه