په بغلان کې د جومات په مښکې چاودنې ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه ټپیان کړل

د افغانستان د بغلان په ولایت کې د یو جومات په مښکې د جمعې د لمانځه نه وروسته چاودنه رامنځته شوه چې له امله يي ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

131928

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت خبري رسنیو ته وویل چې نن د جمعې د لمانځه نه وروسته د یو جومات په مښکې چاودنې ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل.
نوموړي وویل چې تر اوسه دا معلومه نده چې د نوموړي برید موخه څوک وو. د یادولو وړ ده چې بغلان د افغانستان په شمال کې نسبتآ ارام ولایت دی .
همداشان د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش خبري رسنیو ویلي دي چې په لوګر کې د طالبانو او پولیسو ترمنځه په نښته کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.

پيوندونه:

اړوند خبرونه