کابل غزني په لویه لاره کې ټرافیکي پیښه کې۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

131624
کابل غزني په لویه لاره کې ټرافیکي پیښه کې۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د کابل غزني په لویه لاره په یوې ټرافیکي پیښه کې ۱۷ تنه مړه او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.
پرون د ماښام په ساعتونو کې د کابل غزني په لویه لاره کې د وردکو د ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې د یو مساپروړونکي بس موټر او د کرولا ډوله موټر د جنګیدو په پایله کې ۱۷ تنه مړه او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.
د وردکو د ولایت د مطبوعاتي مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پرون د ماښام په شپږو بجو د کابل غزني په لویه لاره کې د وردکو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ۱۷ تنه مړه او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.
پدې ټرافیکي پیښه کې په کرولا ډوله موټر کې سپرو ۶ تنو ټول ژوند د لاسه ورکړی دی . همداشان ۱۱ تنو په مساپروړونکي بس موټر کې ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
په مړو کې ښځې هم شتون لري.
پدې وروستیو کې په افغانستان کې د ولایتونو ترمنځه د لویو لارو د پخیدو نه وروسته د چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړنډیتوب له امله وخت نا وخته دیته ورته پیښې رامنځته کیږي. د بله پلوه په افغانستان کې د ترافیکو د قوانینو د نه شتون له امله هیڅوک ترافیکی قوانین نه مراعاتوي.
همداشان په افغانستان کې په زرګونو تنه موټر چلوونکي پرته د موټر چلوولو د اجازه نامې موټرې چلوي او په لویو لارو کې د ټرافیکي پیښو لامل ګرځي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه