په هرات کې ۶ تنه پولیس مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول

په افغانستان کې په تیرو ۶ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۱۵۰۰ تنو افغان پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی

128853
په هرات کې  ۶  تنه پولیس مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول

طالبانو د افغانستان د هرات په ولایت کې ۶ تنه افغان پولیس ووژل.
د هرات د پولیسو ویاند روف احمدي خبري رسنیو ته وویل چې تیره ورځ د طالبانو په یو برید کې ۶ تنه افغان پولیس مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.
احمدي زیاته کړه چې تیره ورځ طالبانو د پولیسو په یوې پوستې برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه . په نښته کې ۶ تنه پولیس مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.
پدې نښته کې ۸ تنه طالبان هم وژل شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو وزیر محمد عمر داوود زي تیره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې ۱۵۰۰ تنو افغان پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بله پلوه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه په پام کې لري چې د روان کال په وروستیو کې د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه بهر او د هیواد ټول امنیتي مسولیت ملي اردو او پولیسو ته وسپاري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه