د پلوشې توخي په نامه افغان خبریاله په مزار کې ووژل شوه

128917
د پلوشې توخي په نامه  افغان خبریاله په مزار کې ووژل شوه

د افغانستان په شمال د مزار شریف په ولایت کې یوه خبریاله د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شوه.
د بلخ د امنیتي چارواکیو په وینا د پلوشې توخي میرانزۍ په نامه یوه خبریاله د خپل کور په څنګ کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوې ده .
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې پلوشه توخي د چړو د برید په پایله کې وژل شوې ده .
امنیتي چارواکیو ویلي دي چې د پلوشې توخي د وژلو لامل ناڅرګند دی او په اړه يي څیړنې پیل شوي دي .
ویل کیږي پلوشه توخي د یوې سیمه ییزې خبري شبکې سره د خبریالې په توګه دنده ترسره کوله .
پدې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ لوړه شوې ده .



پيوندونه:

اړوند خبرونه