د پغمان د ډله ییز تیري ۷ تنه تورن کسان په اعدام محکوم شول
د پغمان د ډله ییز تیري ۷ تنه تورن کسان نن د علني محکمې لخوا د اعدام په سزا محکوم شول
د پغمان د ډله ییز تیري ۷ تنه تورن کسان نن د علني محکمې په ترڅ کې د اعدام په سزا محکوم کړل شول.
لوی څارنوالۍ تیره ورځ د نوموړو ۷ تنه دوسیه د ټولو د څیړونو د پایته رسولو نه وروسته محکمې ته وسپارله چې محکمې هم نن نوموړي ۷ تنه د اعدام په سزا محکوم کړل.
نوموړي ۷ تنه د محکمې لخوا په ښځو د جنسي تیري، غلا، په ناقانونه توګه د وسلو په ګرځولو، د پولیسو د یونیفورم نه په ناوړه استفادې او په ډله ییز غلا ګانو تورن کړي دي .
د یادولو وړ ده چې یوه څه موده وړاندې یوې لس کسیزې ډلې چې د پولیسو جامې په تن وې د پغمان د ده عربانو په سیمه کې د پیښې د قربانیانو موټرې ودرولې او هغوې يي د موټر نه ښکته او په سیمه کې یو باغ ته یوړل. د کابل د پولیسو په وینا نوموړې لس کسیزې ډلې په څلورړ تنو میرمنو چې یوه يي میندواره او بله يي ۱۷ کلنه وه په ډله ییز توګه جنسي تیري کړي دي . نوموړو وروسته د یادو شوو کسانو نه ګاڼې او پیسې د اخیستو نه وروسته د سیمې نه تښتیدلي وو.
د کابل د امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر وویل چې د نوموړې پیښې نه وروسته په ټول هیواد کې د یادې شوې ډلې د نیولو په خاطر عملیات پیل شول چې له نیکه مرغه ۷ تنه يي په کابل او غزني ولایتونو کې ونیول شول. د ډلې درې تنه اوس هم لا درکه دي چې د نیولو په خاطر يي هڅې دوام لري.
د یادولو وړ ده چې دې پیښې په افغانستان کې د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي . د افغانستان خلک هر څه ژر د نوموړې وحشیانه پیښې د عاملینو د اعدامولو غوښتنه کوي.
تیره ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د هیواد د یو زیات شمیر ښځو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د پغمان د ډله ییز تیري د پیښې د عاملینو د اعدامولو غوښتنه کړې ده . ولسمشر کرزي ښځو ته په وینا کې وویل چې د خپلې دندې پر مهال يي تل د اعدام سره مخالفت کړی دی خو د پغمان د ډله ییز تیري تورنو کسانو ته يي د اعدام غوښتنه کړې ده . ولسمشر کرزي وویل د قاضي القضات نه به د نوموړو ۷ تنو لپاره چې افغانانو په ناموس يي تیری کړی د اعدام غوښتنه وکړي او هر څه ژر د اعدام د عملي کولو غوښتنه کوي.
همداشان نن د نوموړو ۷ تنو تورنو کسانو د محاکمې پر مهال یو زیات شمیر خلک د محکمې د ودانۍ تر څنګ راټول شوي ول او هر څه ژر نوموړو کسانو ته د اعدام د سزا د ورکولو غوښتنه يي کوله.