کورنیو چارو وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۶ تنه طالبان وژل شوي

په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ۸۶ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی .

115924
کورنیو چارو وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۶ تنه  طالبان وژل شوي

په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ۸۶ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په چوکاټ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د بلخ ، قندهار، زابل، پکتیکا، هرات ، بادغیس، کاپیسا او هلمند ولایتونو په مربوطاتو کې په ترسره شوو چاڼیزو عملیاتو کې ۸۶ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۶۲ تنه نور ټپیان شوي دي .
په څرګندونو کې راغلي دي چې د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې یو زیات شمیر وسلې ، مهمات او چاودیدونکي توکي د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په عملیاتو کې د ۶ تنو طالبانو د ژوندي نیول کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې طالبانو پدې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د بریدونو او فعالیتونو کچه لوړه کړې ده چې افغان ځواکونو ددې په مقابل کې په ټول هیواد کې پراخه عملیات پیل کړي دي .
د بله پلوه طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کورنیو چارو د وزارت لخوا د ۸۶ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو خبر بې بڼسټه بللی دی او په کاپیسا او یو زیات شمیر نورو سیمو کې په نښتو کې افغان ځواکونو ته د درندو ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه