په لوګر کې تښتول شوي هندي انجینیران وژغورل شول

93000
په لوګر کې تښتول شوي هندي انجینیران  وژغورل شول

د افغانستان د لوګر په ولایت کې تښتول شوي درې تنه هندیان د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د تښتونکو د منګولو وژغورل شول.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د یوې خبرې پاڼې په خپرولو سره درې ورځنې وړاندې د لوګر په ولایت کې د تښتول شوو درې تنو هندیانو د ژغورلو نه خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې درې تنه هندي انجنیران درې وړاندې د لوګر کابل په لویه لاره د طالبانو لخوا تښتول شوي ول چې د ملي امنیت د ځانګړې عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول.
ویل کیږي طالبانو هڅه کوله چې هندي انجینیران د پاکستان د کوټې ښار ته یوسي چې د ملي امنیت د ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول.
پدې عملیاتو کې یو تن هم د نوموړو درې تنو هندي انجینیرانو د تښتولو په تور نیول شوی دی .
د ملي امنیت ادارې ویلي په افغانستان ټول بهرني وګړي چې ناامنو سیمو ته سفر کوي خامخا باید د پولیسو سره په تماس کې شي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه