په کابل کې ځانمرګي برید ۴ تنه مړه او ۳۵ تنه ټپیان کړل
![په کابل کې ځانمرګي برید ۴ تنه مړه او ۳۵ تنه ټپیان کړل](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/7122289000el6342681.jpg?time=1718909022)
نن د غرمې په ساعتونو کې کابل په شپږمه ناحیه کې د بهرنیو ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۴ تنه ملکي وګړي مړه او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې دا ځانمرګی برید نن د افغانستان په ځايي وخت د غرمې په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو د کابل په شپږمه ناحیه د علاوالدین په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کتار وشو چې له امله يي ملګي وګړو ته ځاني زیان واوښت.
ویل کیږي برید د کرولا ډوله موټر په مټ شوی دی .
د ویلو ده چې په برید کې ۴ تنه وژل شوي چې دوه تنه يي ماشومان او یوه يي ښځه ده.
همداشان ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې ډیری ښځې او ماشومان دي.
د یادولو وړ ده چې پرون هم په کابل کې دوه جلا جلا چاودنې وشوې چې له امله يي یو تن مړ او ۸ تنه نور ټپیان شوي ول.
طالبانو پدې وروستیو کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لمن یو ځل بیا پراخه کړې ده.