په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیت مدیر ووژل شو

84452
په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیت مدیر ووژل شو

د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د فاریاب د امنیې امر محمد نعیم اندرابي د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د شیرین تګاب د ولسوال او ملي امنیت مدیر د فاریاب د مرکز په لورې روان ول چې په لاره کې پرې د طالبانو لخوا برید وشو.
په برید کې د شیرین تګاب د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی .
د اندرابي په وینا طالبانو د ولسوال او ملي امنیت په موټرانو راکټي برید وکړ چې یو راکټ د ملي امنیت د مدیر په موټر ولګید او په پایله کې د ملي امنیت مدیر محمد جان او موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړ.
پدې برید کې د شیرین تګاب ولسوال سید لقمان ته زیان ندی رسیدلی . ولسوال د برید نه روغ رمټ وتلی دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه