په کابل کې په برید کې امریکايي سرتیری مړ او الماني جنرال ټپي شو
یو تن برید کوونکي چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم يي په تن وو په کابل کې په پوځي اکاډمۍ کې په بهرنیانو ډزې کړي چې له امله يي یو تن امریکايي سرتیری مړ او د یو تن الماني جنرال په ګډون ۱۵ تنه بهرنیان ټپیان شوي دي .
د امریکا یو تن چارواکي د خپل نوم د نه ښودو په شرط سره ویلي دي چې نن د افغانستان په ځايي وخت د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې یو تن چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم يي په تن وو په پلازمینې کابل کې د قرغې په سیمه کې په پوځي اکادمۍ کې چې د انګلستان لخوا جوړه شوې ده په بهرنیانو ډزې وکړې چې له امله يي یو تن امریکايي سرتیری مړ او د یو تن الماني جنرال په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي . په ټپیانو کې ګڼ شمیر امریکايي افسرانو شتون لري .
د بله پلوه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نن یو تن برید کوونکي د کابل د قرغې په سیمه کې په پوځي اکاډمۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي چې له امله يي درې تنه افغان سرتیري ټپیان شوي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید کوونکی هم د افغان سرتیرو لخوا وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې پیښه کې د پوځي اکادمۍ قومندان هم ټپي شوی دی.
د بله پلوه د انګلستان د دفاع وزارت هم د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې د پیښې په اړه يي څیړنې پيل کړي دي .
د بله پلوه د امریکا د دفاع د وزارت یو تن چارواکي د فوکس نیوز خبري اژانس ته وویل چې په پیښه کې یو تن امریکايي سرتیری مړ او ګڼ شمیر امریکایان او افغانان ټپیان شوي دي .
همداشان د جرمني د دفاع وزارت هم ویلي دي چې په برید کې د ناټو یو تن سرتیری مړ او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې د نوموړي هیواد یو تن جنرال هم شتون لري.
د جرمني د دفاع وزارت د الماني جنرال روغتیايي حالت ښه ښودلی دی او ویلي دي چې د درملنې لاندې قرار لري .
د یادولو وړ ده چې نن د افغانستان د پکتیا په ولایت کې هم یو تن افغان پولیس د ولایت د ودانۍ سره د ناټو په سرتیرو ډزې کړي دي . د پکتیا د امنیې قومندان جنرال زلمي اوریاخیل خبري رسنیو ته وویل چې یو تن افغان پولیس د ولایت د ودانۍ تر څنګ د ناټو په سرتیرو ډزې وکړې چې په پایله کې افغان پولیس ووژل شو. همداشان دا لا څرګنده نده چې دا برید د کابل د برید سره کوم تړاو لري او که نه.
په افغانستان کې د یوې اوږدې مودې راهیسې یو ځل بیا د افغان پولیسو او ملي اردو لخوا په بهرنیو سرتیرو بریدونه کیږي.