د کابل په هوايي ډګر راکټي بریدونه وشول

131028
د کابل په هوايي ډګر  راکټي بریدونه وشول

طالبانو نن د سهار په وختي ساعتونو کې د کابل په هوايي ډګر دوه توغندي توغولي دي.
د کابل د هوايي ډګر نه په ترسره شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې طالبانو د کابل په هوايي ډګر راکټي بریدونه وکړل چې له نیکه مرغه چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي د راکټي بریدونو پخلی کړی او ویلي دي چې راکټونه د هوايي ډګر تر څنګ لګیدلي دي او چاته پکې ځاني او مالي زیان ندی اوښتی.
ستانکزي وویل دا معلومه نده چې دا بریدونه د کوم ځایه شوي خو په اړه يي څیړنې پيل شوي دي .
د بله پلوه طالبانو د نوموړي راکټي بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې طالبانو نن د سهار په وختي ساعتونو د کابل په هوايي دګر راکټي بریدونه کړي دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه