په کابل کې چاودنې دوه تنه مړه او ۵ تنه ټپیان کړل

129497
په کابل کې چاودنې دوه تنه مړه او ۵ تنه ټپیان کړل

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ماین په چاودنه کې دوه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د کابل په دولسمه حوزه کې د ملکي وګړو په موټر د ماین په چاودنه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ او پنځه تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ماین د لرې نه د ریموټ کنټرول په واسطه چول شوی دی .
د بله پلوه طالبانو د نوموړي برید مسولیت منلی دی او ویلي دي چې د ارګ د کارکوونکو په موټر يي برید کړی دی چې ګڼ شمیر يي وژلي دي .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه