په قندهار کې د ناټو د ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو

117447
په قندهار کې د ناټو د ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو

د قندهار په ولایت کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو.
د سیمې د چارواکیو په وینا برید نن د سهار په ساعتونو کې د قندهار ولایت د زیړي په ولسوالۍ کې شوی دی .
پداسې حال کې چې ناټو د نوموړي ځانمرګي برید په اړه څه ندي ویلي دي د سیمې امنیتي چارواکیو ویلي دي چې په برید کې یواځې برید ګر وژل شوی او ناټو سرتیرو ته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
د بله پلوه طالبانو د نوموړي برید مسولیت په غاړه اخیستی دی .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر د حساب له لارې د برید مسولیت منلی دی او په برید کې د ناټو ځواکونو ته د ځاني زیان د اړولو ادعا کړې ده . مجاهد ویلي دي چې د برید له امله د ناټو د ځواکونو څو موټران ویجاړ شوي او څو تنه يي وژل شوي دي خو د سیمې افغان چارواکي بیا دا ادعا ردوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه