په مزار شریف کې چاودنې دوه تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان کړل

117053
په مزار شریف کې چاودنې دوه تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان کړل

د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په مرکز بلخ کې د چاودنې له امله ۲ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شول.
د بلخ د امنیې قومندان عبدالرزاق قادري وویل چې چاودنه پرون ماښام د خلکو د ګڼه ګونې په ساعتونو د صرافانو په جاده کې رامنځته شوه .
نوموړي وویل چې د صرافانو په جاده کې د کثافاتو په یو کانتینر کې ځای په ځای شوی بم وچاودید.
همداشان د مزار شریف د دولتي روغتون مشر خواجه نور محمد فیضي د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې د پیښې له امله دوه مړي او ۹ ټپیان روغتون ته راوړل شوی دي .
فیضي وویل چې په ټپیانو کې ماشومانو هم شتون لري.
مزار شریف چې په افغانستان کې د باامنه ښارونو په سر کې قرار لري په نوموړي ښار کې پدې وروستیو کې پرله پسې چاودنو خلک اندیښمن کړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه