په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید
94684
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رای اچونې بهیر پایته ورسید.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې د رای اچونې بهیر د افغانستان په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجې رسمآ پایته ورسید.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د رای اچونې د بهیر د پایته رسیدو سره سم د د رایو په شمیرنې پیل وشو.
ویل کیږي په بعضو ولایتونو کې رای شمیرنې لړۍ پيل شوې ده او تمه کیږي چې په راتلونکو څو ساعتونو کې د ټاکنو غیرې رسمي پایلې څرګندې شي.