د کابل قندهار په لویه لار د تښتول شوو ۳۴ تنو استادانو او محصلینو

افغان چارواکو د قندهار – کابل په لویه لاره د تښتول شوو ۳۴ تنو استادانو او محصلینو د تښتولو پړه په طالبانو واچوله.

90150
د کابل قندهار په لویه لار د تښتول شوو ۳۴ تنو استادانو او محصلینو

 افغان چارواکو د قندهار – کابل په لویه لاره د تښتول شوو ۳۴ تنو استادانو او محصلینو د تښتولو پړه  په طالبانو واچوله. د بله پلوه نن ادعا شوې ده چې طالبانو د نوموړو ۳۴ تنو نه ۵ تنه ازاد کړي دي .
د قندهار د والي ویاند دواخان مینه پال تیره ورځ خبري رسنیو ته وویل چې د قندهار د پوهنتون ۳۴ تنه استادان او محصلین چې د کابل په لورې روان وو د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د موټر نه ښکته او وتښتول شول.
نوموړي زیاته کړه چې یاد شوي استادان او محصلین د ولسمشرۍ د ټاکنو په موخه د رخصتۍ له امله کورونه ته تلل .
د بله پلوه د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي ویلي دي نه پوهیږي چې طالبانو یاد شوي استادان او محصلین چیرته بیولي دي . همداشان نوموړي وویل چې قومي مشرانو په منځنګړتوب پيل کړی دی او انشاالله چې ټول استادان او محصلین به خوشې کړی شي.
د بله پلوه د سیمې بعضو خبري رسنیو ادعا کړې ده چې د تښتول شوو کسانو نه پنځه تنه خوشي شوي دي .
طالبانو د مسلې اړوند لا څه ندي ویلي .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له امله شپږ ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه