د امريكا د دفاع وزير افغانستان ته لاړ.

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير چاك هېګل د يو ناڅاپي سفر په ترڅ كې د افغانستان پلازمېنې كابل ته رسېدلى دى.

79650
د امريكا د دفاع وزير افغانستان ته لاړ.

د امريكا د دفاع وزير افغانستان ته لاړ.
د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير چاك هېګل د يو ناڅاپي سفر په ترڅ كې د افغانستان پلازمېنې كابل ته رسېدلى دى.
هېګل په بګرام كې په امريكايي هډې كې خپلو سرتېرو سره ليدنه وكړه.
په پام كې ده چې هېګل به په سيمه كې د لوړپوړو نظامي چارواكو سره د خبرو اترو پرمهال له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ويستلو پر لارو چارو خبرې وكړي.
د يادولو وړ ده چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د نوموړي هېواد ولسمشر باراك اوباما هم افغانستان ته تللى وو او په بګرام كې يې د خپلو سرتېرو سره ليدنه وكړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه